%d8%ae%d9%88%d8%a7%d8%b1%d9%8a%da%a9%da%9a

انسان څۀ دے؟

29.09.2009 05:09

انسان څۀ دے؟

 

انتونيو ګرامچي

ژباړه :عبدالسلام سلام

دا دفلسفې بنيادي او خاص پوښتنه ده ـ ددي جوا ب څۀ رنګه ورکړل شي ؟ ددي تشريح په خپله د انسان دننه لټول  کيدے شي ـ ددي دا مطلب شو چې د هر انسان دننه د هغۀ تشريح معلومېدے شي ـ ليکن آيا دا به سمه وي ؟ چې مونږ په فرد واحد کښې دا لټون و کړو چې "هر فرد واحد " څۀ دے ، ليکن مونږ ته ددي معلومولو سره ډيره دلچسپي نشته چې هر انسان څۀ دے ، چې مطلب ي داشو چې دامعلومول چې هر انسان  په هره خاصه لمحه کښې څۀ دے ـ  کله چې مونږ په دي خبره غور کوو نو معلومه داشي چې دا پوښتنه چې " انسان څۀ دے " په اصل کښې مونږ دا پوښتل غواړو چې " انسان څنګه کيدے شي "چې معنا ې دا شوه چې انسان د خپل تقدير مالک جوړيدې شي که نه ، په خپله خپل تعمير کولې شي که نه ، په خپله د ځان دپاره د ژوند توکي برابرولې شي که نه ؟ ددي دپاره مونږ وايو چې انسان يوه سلسله ده، د يوعمل سلسله ـ کله چې مونږ داسې فکر کوو نو جوته دا شي چې دا سوال چې "انسان څۀ دے "کومه مجرده پوښتنه نه ده ـ دا پوښتنه ددي خبري نه  را منځ ته کيږي چې مونږ د ځان او نورو په حقله څۀ فکر لرو ، او دهغه څيز په باره کښې مونږ څۀ فکر کړے او څنګه راته ښکاره شوےدےـ مونږ دا پوهيدل غواړو چې مونږ څۀ يو او څۀ جوړيدلے شو ـ آيا دا رشتيا دي ؟ او که دي نو تر کومه حده ؟ چې "مونږ خپل ځان جوړوو"خپله زندګي په خپله جوړولے شو يا خپل تقدير جوړولے شو ـ مو نږ په داسي وخت کښې په دي پوهيدل غواړو چې په حال کښې او دخپل روزمره ژوند په خاصو حالاتو کښې مونږ د کوم بل ژوند يا وګړي په باره کښې پوهيدل نه غواړو ـ

دا پوښتنه ددي پوهيدلو د کوشش په نتيجه کښې راپورته کيږي چې د انسا ن ژوند څۀ دے ددي د خاصو متعينو اړيکو نه دا پوښنته دځان دپاره مواد را پيدا کوي ـ په دي اړيکو کښې د ټولو نه اهم " مذهبي "اړيکي دي   خاص مذهبي اړيکي، دي ته مونږ د کهيتولسزم ( مذهبي آفاقيت ) هم وئيلے شو ـ

په حقيقت کښې چې مونږ د خپل ځان نه پوښتنه کوو چې انسان څۀ دے ، دهغۀ رضا څۀ ده ـ د خپل تخليق او تشکيل او څۀ رنګي ژوند چې هغه تيروي د هغي په تشکيل او تخليق  په باره کښې دهغۀ خپله څۀ خيال دے ـ نو زمونږ مطلب دا وي چې آيا کهيتو لسزم د ژوند يو ريښتونے تصور دے ؟ کهيتولسزم يو طرز حيات جوړولو وخت کښې مونږ په حق يو يا په غلطه ـ دا  ډير خلک پۀ زړۀ کښې وائې چې کهيتو لسزم طرز حيات جوړول غلطي ده ـ ځکه چې کهيتو لسزم هيڅوک هم د طرز حيات په شکل په صحي معنو کښې نۀ شي خپلولے تر دي پورې چې هغه ځان ته يو را سخ العقيده کهيتو لک هم وائې ـ چې د ژوند په هر عمل کښې کهيتو لک قوانين خپلوي هغه به يو انسان نه پيرے وى ـ او که مونږ سوچ اوکړو نو دا به جوته شي چې دا دکهيتولسزم د ټولو نه سخت او نا قابل ترديد تنقيد جوړ شي ـ

د کهيتولک عقيدي منونکي به وائې چې په يوتصور هم دومره په سختۍ عمل نه شي کيدے ـ او هغوئ پۀ حقه هم دي ـ مګر ددي نه صرف دا ثابيتيږي چې داسي نه ده چې تاريخي طور خودي يوه ضابطه يا قانون وي او دغورو فکر او عمل دپاره دي بل قانون چې په ټولو انسانانو يو شان تطبيق کيږي ـ داد کيهتولسزم په حق کښې هيڅ وړ دليل نه دے ـ اګر چې دا صحي ده چې د صدو راسي د فکرو عمل دا انداز دے او دهغې نتايج دغه پيداشوي دي ـ دا داسي خبره ده چې د بل هيڅ قسم مذهب سره مخې ته نه ده راغلې  دچا سره چې ديو داسي قسم نظام روح موجود وي ، يا دچا سره چې داسي تسلسل او مرکزيت موجود وي ـ "دفلسفيانه نقطه نظر نه پۀ تسکين حاصلولو کښې" د کهيتولسزم نا کامي په دي وجه را مخ ته کيږي چې د هر عمل کولو باوجود هم دا دهرې خرابۍ زيله انسان ګڼي  ددي معنا دا شوه چې ددې په نظر کښې انسان يو واضحه او حد بسته فرد دے ـ مونږ دا ويېلے شو چې  تر ننه تما مې فلسفې د کيتهوليک عقيدے د منونکو دهم دغه position   بيابيا ښکارونه کوي ـ انسان ته د يو داسي ذى روح په شکل کښې کتلے شي څو ک چې د هغه د انفراديت په وجه محدود کيږي او دهغۀ جذبې هم ـ  هم په داسي وخت کښې دانسان په تصور کښې د يو بدلون ضرورت دے ـ  يعنې د يو داسي انسان تصور کول ضروري دي کوم چې  د ژوندو د اړيکو د يو تسلسل په طور وليدل شي ـ په څه کښې چې د انفراديت دټولو نه زيات اهميت دے ، غورو خوض د ټولو نه وړومبے عنصر نۀ دے ـ په هر فرد کښې چې د کوم انسانيت اظهار کيږي هغه په مختلفو عنا صرو اډانه لري ـ

(١) فرد (٢) نور خلک (٣) فطرت

 دويم او دريم عنصر دومره  ساده نه دي څومره چې ښکاري ـ هر يو فرد ديو بل سره تړون د اختلاف په ذريعه نۀ پيدا کوي بلکې ديو ټولنيز اتحاد په ذريعه يې پيدا کوي ـ ځکه چې هغه د ساده ترين نه واخله تر پيچيده ترينو ټولنيزو سانچو حصه جوړيږي ـ  هم دغه رنګي انسان صرف ددي دپاره د فطرت سره تړون  نه جوړوي چې ګنې هغه د فطرت حصه ده بلکې د سرګرم پاتېکېدو په ذريعه، د کار او تکنيک په ذريعه داسې کوي ـ دا تړون ميکانکي نۀ دے ـ دا تړون سرګرم او شعوري وي ـ او دا دکم يا د ذيات ذهانت مطابق کيږي کوم چې په هر انسان کښې موجود وي ـ په دي وجه دا وئيلے شو چې انسان خپل ځان بدلوي او په نوؤ سانچو کښې ځان ځايوي ـ تر کومه حده چې هغه ددغه تړون پيچيده سلسله بدلوي ، او دکوم چې هغه پخپله هم حصه وي ـ په دي معنا ريښتونے  فلسفي سياسي وي او هغه په سياسي کيدو مجبوره دے ـ يعني هغه يوداسې سرګرم انسان دے چې خپل چاپيريال بدلوي ـ دلته ما حول په دي معنا اخستل پکار دي چې په دې کښې هغه ټول تړونونه شامل دي د کومو په دايره کښې چې انسان دا خل وي ـ که چرته انفراديت ددي ټولو تړونونو مجموعي سلسله وي نو بيا د شخصيت  د اکتساب ( لاس ته راوړنه يا حاصلات) معنا ده د هغه تړونونو د شعور د اکتساب ـ اود شخصيت د بدلون معنا ده د هغه تړونونو په پوره مجموعي سلسله کښې بدلون راوستل ـ

مګر څۀ رنګه چې مخکښې وويېل شول چې دا تړونونه ساده نۀ دي ـ ددي نه علاوڅۀ تړونونه غير ارادي او څۀ رضا کارانه دي او ورسره دا حقيقت هم دے چې انسان ددي لږ يا زيات خو ژور شعور لري ( يعني په دي پوهيدل چې هغه طريقه څۀ ده دکوم په ذريعه چې دغه تړونونو کښې بدلون کيدے شي) هم دغه شعور دا تړون بدلوي ـ چې يو ځل دغه تړونونه ضروري تسليم کړے شي نو بيا هم دغه ضروري تړونونه په خپلو اړخونو او اهميت کښې بدليږي ـ په دي معنا کښې دتسليمولو عمل طاقت دے ـ مګر دا مسله په يو بل اړخ کښې بيا هم پيچيده کيږي ـ ځکه چې په دي پوهيدل پوره نۀ دي چې په يوه خاصه لمحه کښې د موجودو تړونونو مجموعي کيفيت او خصوصيت څۀ دے ـ بلکې په دې پوهيدل ضروري دي چې ددي شان نزول څۀ دے ، ددي سر چينه کومه ده ، هغه انګار چرته دے چې ددي نه لمبه جوړوي، هغه نقطه آغاز کوم دے دکوم نه چې دا را اوچتيږي ـ ځکه چې فرد پخپله صرف دموجودو تړونونو مرکب او مجموعه نه ده بلکې ددغه تړونونو تاريخ هم دے ـ يعنې د ماضي نچوړ ـ داهم ويېلے کيدے شي چې يو فرد چې څومره په بدلون کښې برياليتو ب مومي هغه ډير کم وي ـ ليکن که په دى خبره غور اوکړو چې هر فرد د هغه ټولو خلکو سره ديو ځائ کيدو صلاحيت لرى څوک چې هم دهغۀ په رنګ بدلونونو غوښتونکى وى ـ او که چيرې دغه بدلو نونه د عقل په پيمانه پوره خيژي نو بيا هم دغه فرد وا حد خپل ځان له ضرب ورکولے شي او په دغه شميره کښې ډيره زياته اضافه کولے شي او دغه شان د هغه بدلونونو نه زيات بدلونونه را وستے شې کوم چې په وړومبي نظر ممکن ښکاره کيدل ـ

دداسې ټولګو يا ګوندونو شميره ډيره زياته ده په کومو کښې چې انسان ورګډيدے  شي ( زمونږ د اندازې نه ډير زيات ) د هم دغه ټولګيو په وسيله فر د د نسل انساني په حرکت او عمل کښې خپله ونډه سر ته رسوي ـ هم دغه رنګې کله چې فرد کله د فطرت سره د تړون په دايره کښې په کومو طريقو دا خيلېږي هغه هم بېلا بېلې دي ـ ځکه چې د تکنيک نه مراد زمونږ صرف دسائنسي تصوراتو او تخيلاتو نه نۀ دے د کومو اطلاق چې په عامو معنو کښې په صنعت کيږي بلکي ددي نه مراد دماغي الات او فلسفيانه علم هم دے ـ

دا يوه عامه خبره ده چې د يو داسې انسان تصور نا ممکنه دے چې هغه د ټولنې نه بهراوسيږي يا د چا وجود چې د ټولنې نه بهر وي ـ ليکن د ټولوضروري نتيايجو  دکومو اطلاق چې په افرادو هم کيږي ، هميشه تر لاس لاندې نۀ وي ـ دا خبره هم عامه ده چې د يو خاص ټولنې د پاره د څيزونو(matters)  يوه خا صه ټولنه هم ضروري ده ـ او د انساني ټولنې تصور هم هغه وخت کيدے شي کله چې د څيزونو ټولنه وجود ولري ـ دي مفکورې ته د انفرادي مثا لونو نه علاوه تر اوسه پورې د يو ميکا نکي او متعين معنويت په رڼا کښې کتل شوي دي ـ په دي وجه  رد عمل راښکاره کيږي .

 د يوې دا سې نظريې ترتيب او خسمانه ضروري ده په کومه کښې چې دا تړون د يو متحرک او فعال حقيقت په څير ښکاره شي ـ ددي دپاره چې دا خبره بيخي په ډاګه شي چې په سر د زمکې د انسان انفرادي شعور يو دا سې شے دے چې پيژندل کوى ، هلې ځلې او زيارونه کوي ، تخليق کوي ځکه چې پيژندل ، غوښتل، زيار ايستل او تخليق کول دهغه په خټه کښې د مخکښې نه شامل دي ځکه چې هغه خپل تصور ديو ځانله او يواځې فرد په طور نه کوي ـ بلکه هغه د امکاناتو د شعور دولت په لاس کښې لرى کوم چې هغه ته دنورو خلکو نه او د مادى ټولنې نه حاصليدے شي د څۀ چې هغۀ ته علم دے (ځکه چې هر فرد فلسفي دے يو ساينس دان دے وغيره وغيره) ـ

د فيور باخ نظريه چې "انسان هغه دے څۀ چې هغه خوري " که داخبره مونږهم دغسې راواخلو نو ددي دپاره به بيلا بيل تاويلونه را اويستے شى ـ لکه که په تنګ نظرئ يا بې عقلۍ ددى تشريح کوو نو مطلب په دا وى چې "انسان هغه دے څۀ چې هغه په مادى توګه خورى " يا دا چې خوراک د انسان په طرز فکر او خيال باندې سمدستى اغيزه پرى باسى " دمثال په توګه د 'امادے بوديګا' دا خبره ما ته را يا ديږى چې 'که چا ته معلومه شى چې فلانى سړى د تقرير نه مخکښې څه خوړلى وونو هغه به دهغۀ د تقرير تاويل په ښه انداز ورکړے شى ـ دادومره طفلانه خبره ده چې رجعتيت ئ هم په خپلو اوګو بار ګڼي ـ ځکه چې د دماغو پرورش  تش په غوښو او سبو نه کيږى بلکه  متوازن خو راک چې  په قابل جذب مرکب کښې بدل شې بيا د دماغو خليې جوړوى ـ يعنى خوراکونه په امکانى نقطه نظر دد ماغو د خليو دپاره يو شان فطرت لرى ـ که چرته دغه خبره سمه وے نو بيا خو به مونږ ته د تاريخونو بنيادونه چرته په پخلى ځايونو کښې ښکاره کيدل او د دنيا انقلابونه به چرته دخلکو د خوراکي بدلون سره تړلى وو ـ خو تاريخى صداقت بيخى ددى نه برعکس  دے ـ  ځکه چې انقلابونو او پيچيده تاريخى ارتقا د انسان  خوراکونه او عادتونه بدل کړى دى  او دخوراک د خوښى اوشوق کښې ئ بدلون را وستے دے ـ  داسى نه وه چې ګنى د کروندې نظم و ضبط د انسان د کوچيانه ژوند سلسله بنده کړه بلکې قيصه بيخى ددى برعکس ده ـ دغه حالاتو چې د کوچ کولو د وجې نه پيدا شوي وو هغې د کروندې بنيادونه اچولى وو ـ

په هر حال چونکې خوراک د پيچيده  ټولنېزو تړونونو اظهار دے  او د هر ټولنېز ټولګي خپله يوه خوراکې ډهانچه وى ـ ددى دپاره  په دى خبره کښې چې انسان هغه دے څه چې هغه خورى څۀ نه څۀ صداقت خو ضرور شته مګر هم دغسى مونږ دا هم  ويېلے شو چې انسان هغه څۀ دے څۀ چې هغه اغوندى  ، انسان خپل استوګن ځائ دے ، انسان  د عمل هغه سلسله ده چې دهغۀ افزائش نسل کوى يا دا چې انسان خپل خاندان دے ـ؛؛ ځکه چې خوراک ، لباس ، استوګن ځائ او افزائش نسل د ټولنيزو تړونونو هغه پيچيده سلسله ډيره په اسانه او په لويه پيمانه ښکاره کوىـ   

هم دغه شانې دا مسله چې انسان څۀ دے ، هميشه هميشه د يوې داسى مسلې پۀ څير وړاندى کول کيږى لکه څه رنګه چېانسانى فطرت" يا په عامه معنا کښې انسان د سائنس په طور ( يعنى هغه يوه فلسفه جوړول) د کوم نقطه آغاز  چې بنيادى طور "د يو والى " تصور دے او دهغى تجريد کول او هغه په يو داسى قالب کښې د ځايولو کوشش کول دا ټوله انسانى معجزه ده ـ ليکن آيا انسانيت د حقيقت په حيث او د يوتصور په حيث دخپل پيدائش تصور دے يا دهغۀ دسفر دابتدا يعنى دهغۀ دنزول؟ آيا داسى نۀ ده  چې د آغاز نقطه  وړاندى کولو نه د خبرى ردهم او سر پۀ دي نقطه تماميږى چې دينيات او مابعدالطبيعات څۀ رنګه ژوندى وساتل شى! دفلسفې سر پښې ماتولو ګډووډ کولو سره ددى نه د آثار قديمه فطرت پرست علم نه شى جوړيدے ـ په نوع انسانى کښې "اتحاد" د انسان حياتياتى صفت نۀ دے ـ په انسان کښې هغه فرق او امتياز د کوم چې تاريخى اهميت دے ، حياتياتى فرق نۀ دے (يعنى د کوپړۍ جوړښت، اود پوستکى رنګ وغيره ) دکوم نه چې دا نتيجه راويستل کيږى چې انسان هغه څۀ دے څه چې هغه خورى ـ  کوم ته چې د بيان په طور يو بل شکل هم ورکړل کيدے شى هغه داچې انسان هغه ملک دے په کوم کښې چې هغه استوګنه لرى ځکه چې د خوړو تړون عام طور د هغه ملک سره وى چرته چې انسان اوسيږى ـ او 'حياتياتى اتحاد ' هم په تاريخ کښې کومه غټه کارنامه نۀ ده کړے  ( انسان چې کله فطرت ته دټولو نه  زيات نزدى وو او هغه يو داسى حيوان وو چې خپل همزاد به ئ هم خپل خوراک جوړوو ـ دا دهغه وخت خبره ده کله چې هغۀ دقدرت نعمتونه په مصنوعى ډول پيداکول نه وو زده کړى)  منطقى دلايلو او ''جذ بې" هم دا اتحاد نه دے پيدا کړے ـ دا داتحاد ساز حقيقت په څير نشى تسليميدے  ـ ځکه چې دا يو متعين هيئتى تصور دے ـ دا "خيال "  نۀ دے  بلکه واقعى خيال هغه دے کوم چې انسانان متحد کوى اوتقسيموى ـ

دټولونه اطمينان بخش جواب دادے چې "انسانى فطرت '' د انسانى رشتو پيچيده سلسله ده ځکه چې داجواب په خپل ځان کښې د  "دجوړيدو "  تصور لرى ( انسان جوړيږى او خپل ځان بدلوى اود سماجى رشتو دبدلون سره سره ځان بدلوى ) او هم په دى وجه په " عامو معنو کښې دانسان" د تصور نه انکارى دے ـ په حقيقت کښې د دټولنيز و تړونو اظهار د انسانانو مختلف ټولګى کوى کوم چې د يو بل وجود تسليموى او دچا اتحاد چې جدلياتى او هيئتى نه دے ـ انسان په خپل سرشت کښې خادمانه او حاکمانه دواړه عناصر لرى ـ دا هم وئيلے شو چې تاريخ د انسان فطرت دے ( او په دى معنا کښې تاريخ د جذبى يا روح هم پله وى ) که چرته تاريخ ته د " جوړيدو" معنا ورکړلے شى کوم چې اتحاد منتشر کوى نه بلکې په خپل ځان کښې هغه بنيادونه سمبال ساتى د کوم په وجه چې اتحاد ممکن وى ـ هم په دى وجه انسانى فطرت په يو خاص انسان کښې نشى موندل کيدے  بلکې په نوع انسانى کښې موندل کيدے شى ـ ( او دا حقيقت چې مونږ د لفظ "نوع"  استعمال د هغى په فطرى معنا کښې کووو ډير لوئ اهميت لرى )  په هر فرد واحد کښې هغه خصوصيات موجود وى کوم چې هم د نورو خلکو خصوصيات واضحه کوى او دا فرق په هغه خصوصياتو کښې دے کوم چې په مختلفو خلکو کښې موندل کيږى ـ د " روح" تصور په روايتى فلسفه کښې او د "انسانى فطرت" تصور په حياتياتو کښې ، دواړو ته د "ساينسى يو ټو پيا"حيثيت ملاؤ شو د څۀ زير اثر چې انسان په خدائ کښې انسانى فطرت وليدو ـ او هم دغه يو ټوپيا د تاريخ د اوږدو،کړکيچنو او سختو لاروعکس ښيې ـ په دى کښې دعقل رڼا هم شته او جذباتى اميدونه هم وغيره وغيره ـ دا ظاهره هم ده او رښتيا هم دى چې دخداي دپيغمبرانو پۀ حيٍث چې چاانسانانو ته د برابرۍ تبليغ کړے او ورسره هغه فلسفو هم چا چې د انسانو د برابرۍ تصور د منطقى دلايلو په بنياد وړاندې کړے هغه په اصل کښې د  پيچيده انقلابى تحريکونو اظهار دے ـ او دا حقيقت دے چې دغه تحريکونو د تاريخى ارتقا په پوره سلسله کښې د کلکو کړيو کردار ادا کړے ـ

دا خيال چې د هيګل  جدليات دد غه تاريخى ارتقا آخرى شکل دے او جدليات د معاشرتى تضاداتو عکاسى نه کوى بلکه ددغه تضاداتو د خاتمې سره سره خالص نظرى جدليات جوړ شى ، د کروچے د فلسفې په رنګ ديو ټوپيائي فکر نمايندګى کوى ـ

په تاريخ کښې اصلى برابرى چې د روحانياتو درجه لرى، د انسانى فطرت د تاريخى ارتقا په ذريعه حاصيليږى ـ په پبلک او پرائيوئټ نظام کښې اوپه ظاهر او مخفى اجتماعيت کښې ددى شناخت کيږى دکوم تړون چې د رياست او عالمى سياسى نظام سره دے ـ دلته دبرابرۍ نه مراد هغه برابرى ده چى ديو ټولګى يا ګوند اراکين ئ په خپل مينځ کښې محسوسوى او نا برابرى هغه ده چې د مختلفو ټولګيو يا ګوندونو په مينځ کښې محسوسيږى ـ برابرى او نا برابرى دکوم چې قدرو قيمت دے خوپه شرط ددى چې په انفرادى او اجتماعى توګه ددى ادراک موجود وى ـ او دغه رنګې مونږ د" فلسفې او سياست " دبرابرئ يا با همى تړون نکتې ته رسوـ يعنى د خيال اوعمل د باهمى تړون د پوښتنې په لار مارکسزم ته رسو ـ هرڅۀ سياست دے ،فلسفه هم اوفلسفې هم ، اوتاريخ  يواځينئ فلسفه ده، په خپل سلسله عمل کښې يعنى  په خپله ژوند ـ په دى معنا کښې د جرمن پرولتاريه د نظرئي تاويل ورکړل کيدے شى ،کوم چې دکلاسيکى جرمن فلسفې وارث دى ـ داهم ويل کيدے شى چې په په دى معنو کښې د لينن د عملدار ۍ نظريه اودهغې تشريح هم يوه لويه مابعدالطبيعاتى واقعه وه ـ                 


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.