%d8%ae%d9%88%d8%a7%d8%b1%d9%8a%da%a9%da%9a

څوک د دهقان د خولو مالګه سټى _ څوک د مزدور په غوښو ځان مړوى

12.09.2009 22:58

هائيکو

سحر وختي د يوې ونى لاندى

څه اوچې پاڼى داسې سرې پرتې وې

لکه چې ډز چا په مرغو کړے وى

دشيش محل د دريچو نه اخوا

د سپين جمات د منارو نه لرې

ما د اولس سره ژوندون تير کړے

څوک د دهقان د خولو مالګه سټى

څوک د مزدور په غوښو ځان مړوى

دا معتبره چې د نيا يې ګڼى

دزرو ښار کښې د رنګونو ګډا

خاورو کښې لت پت يو ماشوم اودۀ وو

ما ته دنيا پيکه پيکه ښکاره شوه

د محلونو په بامونو شمعې

په غريب چم وو د تيروحکومت

خو دغه ښار کښې چا نظر نه لرو

يا منارې به د سرونو ودرئي

يا به نيزو کښې ماشومان او پيي

دغه لښکر چې استولے دے تا

تا دخوارانو دومره وينې څښلي

پاتې په تن کښې دى اوس تش هډونه

دا نوره تنده به په  څۀ ماتوې

د سرمايې لمبه لمبه فضا کښې

داسي احساس لوګے لوګے کړمه زۀ

لکه ققنس چې په لمبو اوسوزى

مشتاق على شان (سعودى عربستا ن )

لونګ 13.09.2009 06:04

ښاغلی مشتاق سیب، ډیر ښه ډیره موده روسته می تنده د سوشلیزم د فلسفی نه د الهام اخستو شعرونو باندی ماته شوه
لونګ له کابل نه

نصير مومند 12.09.2009 23:11

ډير ښه مشتاق على شان وروريه
په قلم دى برکت شه ستا سو دا اردو شاعرى مې لوستى خو که پښتو کښې هم
داسى کوشش کوئ نو مونږ به لګ د ګل او بلبل د قيصو نه بېغمه کړئ ـ

نصير مومند چارسده

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.