%d8%ae%d9%88%d8%a7%d8%b1%d9%8a%da%a9%da%9a

لاسونه بل له ورکوو لاشونه کور ته را وړو/ اقبال مومند

09.09.2009 21:45

غزل

لاسونه بل له ورکوو لاشونه کور ته را وړو

ښۀ سودا ګر يو د تاوان څيزونه کور ته راوړو

مونږه که ټوله ورځ په ښار کښې اخترونه ويشو

خو چې ما ښام کور ته راځو ويرونه کور ته راوړو

هغه د کوم يو مسيحا ذکر کوي وژني مو

مونږه خو هره ورځ د مرګ خبرونه کور ته راوړو

ګټې هغوئ کوي او سټې پرې زمونږه اوځي

ښۀ زورور يو چې پردي جنګونه کور ته راوړو

مونږه که هر مکتب ته ځو خو چې را ځو اقباله

هلته کښې عقل پريږدو تش سرونه کور  راوړو

اقبال مومند

(په مننه د کاروان نيټ ملاکنډ موبائل نيټ ورک )

اميرخان 24.11.2009 17:11

ډيره ښه غزل ده مننه ګرا نه چي د قام په غم غمجن يے په قلم دي برکت شه٠٠ اميرخان جنوبي پښتونخوا کوټه

محمدالله آرین احمدزی 05.11.2009 06:45

د ښاغلي اقبال مومند پر خولو فکر او قلم برکت زه هم داڅو بیتونه د ده دردیلي زړه ته د ملهم په توګه ډالی کوم هیله ده چې په ډيرو یې وومني::::
نور دې زمونږ په سر مزې کوي چرچې د کوي
مونږ چې هر وخت د کوره ووځو بد څه کورته راوړو
ااوس مو ځان باندې ټاپې دې لګولي دومره
چې هرڅه وکړو بیا هم نورې نورې کورته راوړ
دنورو ښځي او بچي تل تل عیشونه کوي
مونږه روان یو بس پردي غمونه کورته راوړو
محمدالله آرین احمدزی
دپام مجلې مسول مدیر
web site:www.pashtoon.webnode.com

ن / الهام 11.09.2009 04:41

رښتيا هم ډېر عالي غزل دى .
ګټې هغو کوي او سټې پرې زمونږه اوځي
ښۀ زورور يو چې پردي جنګونه کور ته راوړو

سباوون 10.09.2009 08:21

اقبال جانۀ ډېر خوندورشعر ؤ

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.