%d8%ae%d9%88%d8%a7%d8%b1%d9%8a%da%a9%da%9a

منم د غرونو لۀ چينو مې بوئ د وينو راځي/ عثمان على عثمان

08.09.2009 22:53

غزل

په ګل وجود مې د غربت تڼاکې اوس هم شته دے

زما دکور په ديوالۀ سپياکې اوس هم شته دے

که د غربت ثبوت مې غواړې او تقدير مې بدلے

زما په لاسو د محنت پڼاکې اوس هم شته دے

ستا په ليدو ما وے ملا به حورې هيري کړي خو

لا ئ په خلۀ هغه زړې کاواکې اوس هم شته دے

څۀ که تمام جهان ګډيږي په اتڼ اخته دے

زما په سترګو کښې قيصې غمناکې اوس هم شته دے

منم د غرونو لۀ چينو مې بوئ د وينو راځي

خوتۀ را زه جانانه ! ډيرې پآ کې اوس هم شته دے

عثمانه څۀ ښه پختون خوا په سر سرتوره شوه خو

په سر د جونو لوپټې خوند نا کې اوس هم شته دے

عثمان على عثمان

هدایت الله غیرت 09.09.2009 12:04

عثمانه څۀ ښه پختون خوا په سر سرتوره شوه خو

په سر د جونو لوپټې خوند نا کې اوس هم شته دے

واقعا چي ډېر ښایسته شعر دی ډېر زیات مي خوښ شو
تر ډېره ژوندی اوسي چي داسي نور شعرونه هم ولیکي

د پښتنو نجونو په سر دي همیشه خوندناکي لوپټې ورپیږي

جلاب خان 09.09.2009 08:14

ښایسته شعر دی. لومړی بیت یې ډېر کامیاب دی. د غربت تڼاکې، د کور په دېواله څپیاکې. د بدرنګه شیانو ښایسته تشبیه. دغه ته وایي د شاعر کمال. چې څپیاکه هم د ښایست لپاره وکاروي.

ډېره ښه پښتني انځورګري شوې ده. د ماسیو په تیارو کې د امید څرک ته ښه اشاره شوې:
منم د غرونو لۀ چينو مې بوئ د وينو راځي
خوتۀ را زه جانانه ! ډيرې پآ کې اوس هم شته دے

ښه هنري طنز هم لري، چې وایي:
ستا په ليدو ما وے ملا به حورې هيري کړي خو
لا ئ په خلۀ هغه زړې کاواکې اوس هم شته دے

ښې کنایې لري هم لري، لکه زړې کاواکې، د محنت پڼاکې، او کېدای شي لوپټې خوندناکې یې د حیا کنایه وبولو.

په الفاظو کې کافي نوښت لري. سوچه الفاظ دي. د لفظي نوښت یو مثال یې د خوندناکې لفظ دی. موږ خوندور ډېر کاروو، او ډېر ځله هغه Suffix یا وروستاړی ډېر کاروو چې معمول وي. خو شاعر دلته له نوښته کار اخیستی، او له خوند سره یې د ور په ځای ناک یو ځای کړی. دا نوښت یې په عمومي توګه د ژبو لپاره هم ګټور دی.

محلي اصطلاحات یې هم په ډېر ښکلي انداز کارولي. کاواکي په پښتو کې د چغو لپاره د صفت په توګه کارېږي. شاعر مو صوف نه دی ذکر کړی، او د هغه په ځای یې د موصوف دوه صفته کارولي، چې دا د مجاز یو ډول دی. زړې کاواکې، یعنې زړې کاواکې خبرې، یا چغې، یا نارې سورې. دلته د ملایانو په اصطلاح، ذکر د صفت دی، او مراد ترې موصوف دی.
شعر ستر سیاسي پیغام هم لري. هغه هم په ډېر هنري انداز. لکه یو چا ته چې پیغور ورکوي. ورته وایي: عثمانه څه ښه پښتونخوا په سر سرتوره شوله. د شاعر مقصد دا دی چې ګنې څه بده په سر سرتوره شوله، خو هغه د څه بده پر ځای څه ښه وایي، ځکه چې هغه غواړي پر هغو خلکو وخاندي چې دا حالت د پښتنو په ګټه بولي، او یا د دې حالت رامنځته کوونکي دي. دا پر هغوی طنز دی، او هغوی ته پیغور هم. دا ډول طنز په پښتني محاوره کې پرېمانه دی.

ښایسته شعر دی. د شاعر د زیاتې بریا په هیله.

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.