%d8%ae%d9%88%d8%a7%d8%b1%d9%8a%da%a9%da%9a

غزل /سليم راز

16.08.2009 08:51

 

غزل

 

سليم راز

کچه کور کښې چې اوسيږم

له بارانه خود ويريږم

 

عجيبه شانې ديوال يم

چې رژيږم لا کلکيږم

 

کومې سترګې چې مې وژني

په   هغو    سترګو  رغيږم

 

د  احساس  له    اذيته

زۀ لمحه  لمحه   قتليږم

 

د غمونو   سره   غرمه  ده

ويلي   نه شوم  واوره کيږم

 

هر موسم مې بې لچکه

چې ټيټېږم نو  ماتيږم

 

رازه   زلفې   چرته  ګوره

لږ په سيوري  يئ  ؤدريږم


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.