%d8%ae%d9%88%d8%a7%d8%b1%d9%8a%da%a9%da%9a

غزل ـــــ درويش درانى

16.08.2009 08:45

 

 

غزل

درويش درانى

 

په هره اوښکه کښې مو لمر ويدۀ دے

ځپلو ! ويښ ئې کړئ سحر ويدۀ دے

 

د دوزخيانو په حال څۀ خبريږي

څوک چې پر غاړه د کوثر ويدۀ دے

 

لږ ساعت مخ راڅخه مۀ اړوه

ستا پر بارخو زما نظر ويدۀ دے

 

ددې اولس په ظاهر مۀ تيروزه

سترګي ئې روڼي دي مګر ويدۀ دے

 

بيا د غفلت په څنګه تور تلتک کښې

درويش نغښتے دے خپل سر ، ويدۀ دے

نا شاد 17.08.2009 20:52

ګګياڼى صيب اوګورئ د درويش درانى کتا ب &quot;ستوري په لمن کښې&quot; د چاپ کال<br /> ٢٠٠٠ ع ـ چاپونکے او خورونکے صحاف نشراتي مؤسسه مخ ١٨٠ د غزل برخه ـ

ګګياڼی 16.08.2009 10:13

<p>نه پوهېږم چې دا شعر ولې ما ته د دروېش ښکاره نه شو؟</p>

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.